مايک پامپيو د هندوستان له صدراعظم سره په نوې ډېلي کې خبرې کړي

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن د هندوستان له صدراعظم نرېندرا مودي سره په نوې ډېلي کې خبرې وکړې.

دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې د تجارت او تعرفو پر سر د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې دي.

د دواړو مشرانو د کتنې په اړه سم دلاسه نور جزئيات نه‌دي ورکړل شوي.

په پام کې ده مايک پامپيو نن ناوخته له خپل هندي سيال ايس. جې شنکر سره هم وګوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پرون ناوخته هندوستان ته ورسېد، تر هغه مخکې سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او افغانستان ته تللى و.

دا په‌داسې حال کې ده چې په پام کې ده د روانې اوونۍ په وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په جاپان کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو يا «G-20» د سرمشريزې په څنډه کې وګوري.