په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د کېلو نیالګیو مثبته نتیجه ورکړې

په یوه دکان کې د خرڅلاو لپاره ځړېدلې کېلې

د هلمند د کرنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې په لومړي ځل د کېلو نیالګیو مثبته نتیجه ورکړې.

د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې له دې وروسته په دغه ولایت کې د کېلو باغونه زیات شي.

ښاغلی الکو وايي: "له دې وروسته به موږ هڅه کوو چې له هوا او اوبو سره د کېلو د نیالګیو جوړښت وشي او که‌یې نتیجه ورکړه، نو موږ دا پروسه بزګرانو ته سپارو چې دوی ترې په تکثیري ډول استفاده وکړي او موږ به سوداګريز باغونه جوړ کړو."

د نوموړي په خبره، اوس‌مهال افغانستان ته له پاکستان څخه په سلګونه ټنه کېله واردېږي.