د هرات ولايت چارواکي وايي، ګُلران ولسوالۍ ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.
پهدې ولسوالۍ تېره شپه د وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
د والي وياند جېلاني فرهاد نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، په دې جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:"په نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وسلهوالو طالبانو سخته ماتې خوړلې ده. د والي له خوا امنيتي ځواکونه او مسؤلين ګمارل شوي چې دې ولسوالۍ ته سفر وکړي. مرستندوى ځواکونه سيمې ته رسېدلي. د ولسوالۍ په سطحه جدي تدابير نيول شوي دي."
د والي وياند ونه ويل چې پهدې جګړه کې څو تنه افغان پوځيانو يآ هم وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو يوه محلي چارواکي د نوم د اخېستلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو پهدغو بریدونو کې ٨ افغان پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
ګلران ولسوالي ایران او ترکمنستان ته څېرمه پرته ده چې پهدې وروستيو کې ورڅخه د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.