ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني، سبا (پنجشنبه) پاکستان ته ولاړ شي.
دا پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم سفر دی.
له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ښاغلي غني د سې شنبې په مازیګر کابل کې "یو شمېر سیاسي او د سیمهییزو چارو پوهان، د پوهنتون استادان او خبریالان" ورغوښتي وو او له هغوی سرهیې پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر د اهدافو په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې "ولسمشر د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیت، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره هر اړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر هدف وباله."
په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني له خولې ویل شوي چې پاکستاني چارواکو مخکې هم د سفر بلنې ورکړي، خو دا سفر د مشورتي لویې جرګې د استازو په غوښتنه ترسره کوي.
ولسمشر غني په ۲۰۱۴ م کال کې د افغان ولسمشر په توګه له لوړې څو میاشتې وروسته پاکستان ته سفر کړی و، خو وروسته د کابل او اسلاماباد اړیکې ترینګلې شوې او ترمنځیې د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ هم کم شو.
افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي، پاکستان ته به د ولسمشر محمد اشرف غني سفر تشریفاتي نهوي، بلکې له پاکستاني چارواکو سره به پهکې پر مسئلو جدي بحثونه شامل وي.