د عرب خبریال جمال خاشقجي کوژدنه د دې خبریال د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.
هاتیچي چنګیز د سې شنبې په ورځ د خاشقجي د مړینې په اړه د ملګرو ملتونو د تازه موندنو وروسته په سویس کې وویل، سعودي عربستان شواهد لهمنځه وړي، نو په همدې بنسټ د هغه هېواد څېړنې د باور وړ نهدي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څېړونکې او ګزارشګره اګنیس کالامرد هم پرون په جنوا کې وویل، د هدفي وژنو ډېرو قضیو ته رسیدهګي نهده شوې.
کالامرد زیاته کړې: "د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او مخالفانو هدفي وژنې په ټولهییزه توګه مخ په زیاتېدو دي."
تر دې مخکې مېرمن کالامرد ویلي وو، په سلو پاڼو کې د ملګرو ملتونو د راپور په بنسټ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د دې هېواد نورو لوړپوړو چارواکو د جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر عادلالجبیر دا راپور رد کړی او هغهیې متناقض بللی دی. د الجبیر په وینا په دې راپور کې لګېدلي ټول تورونه بېبنسټه دي.
جمال خاشقجي چې د سعودي د رژیم منتقد و، تېر کال په استانبول کې د اکټوبر په دوهمه نېټه د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت، خو بېرته ژوندی راونهوت. سعودي عربستان وروسته ومنله چې نوموړی په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی.