افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې به ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي

ارشیف، د خوست غنم

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروې له مخې سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي: "په ټوله کې د افغانستان اړتیا څه باندې ۶ میلیونه مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه شوې چې له ۵،۱ میلیونه مټریک ټنه غنم به تولید لرو چې دا د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیي چې په‌دې اساس افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی."

د یادونې وړ ده چې روان کال کې افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې روان کال کې به د غنمو کمښت شااوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.

دغه‌راز ټاکل شوې ده، روان کال پر بزګرانو د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو غنمو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه لوړه شي.