د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخاباتو ته ۴ تنه کاندیدان دي

ارشیف، ولسي جرګه

د ولسي جرګې د رئیس لپاره په دوهم پړاو انتخاباتو کې څلورو کسانو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

فاطمه عزيزي، واقف حکیمي، میر افغان صافي او جاوېد جیحون هغه څلور کاندیدان دي چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره به سيالي وکړي.

د دې موضوع په اړه نن د سې شنبې په ورځ بیا هم په ولسي جرګه کې بحثونه دوام لري او نن وروسته ښايي د رأیو لپاره صندوقونه کېښودل شي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې یوه ناندریزه رأیه باطله وګڼله او اعلان‌یې وکړ چې نن د سې شنبې په ورځ به د دوو نویو کسانو ترمنځ د انتخاباتو دوهم پړاو وشي.

ولسي جرګې همداراز ملک قیس نوراغا د دې جرګې د مؤقت رئیس په توګه وټاکه.