کابل کې د امريکا سفیر: طالبان دې افغان خبريالان نه‌تهديدوي

په کابل کې د امريکا سفیر جان بس

په کابل کې د امريکا سفیر له طالبانو غوښتي چې افغان خبريالان دې نه‌تهديدوي.

جان بس د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د خبريالانو او ملکيانو پر وړاندې تاوتریخوالی به افغانستان ته امنیت او فرصت نه‌راولي او نه به هم له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي.

د امریکا سفیر جان بس همداراز لیکلي چې فعالې رسنۍ د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ثبوت دی.

ده همداراز ویلي چې خبريالي جرم نه‌دی او دا په نړۍ کې د ټولنې ګټور خدمت دی.

دا وروسته له هغه چې وسله‌‌والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دوی پر ضد دې دولتي اعلانونه نه‌خپروي.

دا اعلانونه له خلکو غواړي چې که د طالبانو مشکوک فعالیت وویني، چارواکو ته دې خبر ورکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې دغه نشرات بند نه‌کړي، پوځي هدف به وګڼل شي.

د افغان رسنیو مدافع ادارې یا نی د طالبانو دا اعلامیه غندلې او له حکومته‌یې غوښتي چې د رسنیو د خوندیتوب په خاطر دې کلک اقدامات وکړي.