د جوزجان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه یوه وسلهوال ولسي پاڅون کوونکي خپل شپږ همکاران وژلي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو په امنیتي پوسته کې شوې او حمله کوونکی له طالبانو سره یوځای شوی دی.
ده وويل چې په پېښه کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبيحالله مجاهد ادعا کړې چې د دې امنیتي پوستې تجهیزات هم د دغې ډلې کسانو ته په لاس ورغلي دي.