ایران: د امریکا نوي بندیزونه به د ډیپلوماسۍ د لارې بندېدو په معنی وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي

ایران وايي چې پر دې هېواد د امریکا نوي بندیزونه به د تل لپاره د ډیپلوماسۍ د لارې د بندېدلو په معنی وي.

په خلیج کې د ایران له‌خوا د امریکا د یوې بې‌پیلوټه کشفي الوتکې له ویشتل کېدو وروسته ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په یوه فرمان کې د لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ګډون پر ایراني چارواکو نوي بنديزونه ولګول.

د دې اقدام په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې پر خامنه‌اي او ظریف بې‌ګټې بندیزونه د تل لپاره د ډيپلوماسۍ د لوري د تړلو په معنی دي.

ټرمپ پرون د دې فرمان د لاسلیک پر مهال وويل، پر ایران فشارونه به دوام وکړي، خو زياته‌یې کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه‌غواړي.

ټرمپ وویل، د بې‌پیلوټه الوتکې د ویشتلو له پېښې پرته هم امريکا پلان درلود چې پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.