د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغو اعتراض کوونکو ته چې نن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر اشرف غني د کار دوام پر ضد د مظاهرو پلان لري خبرداری ورکړی چې عامه نظم دې نهاخلالوي.
د کورنیو چارو وزارت پهدې اړه په یوه بیان کې ویلي چې مظاهره د ټولو هېوادوالو مدني حق دی، خو هېڅڅوک حق نهلري چې پهدې جریان کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړي.
په بیان کې همداراز ویل شوي دي چې مظاهرهچیان د وسلو د لېږد اجازه هم نهلري.