ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: د سیمه‌ییز امنیت لپاره خبرو ته اړتيا ده

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر وايي، د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې خبرو ته اړتيا ده او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوترش څخه‌يې غوښتي چې په‌دې برخه کې دې مرسته وکړي.

ده ویلي چې اوس‌مهال له امريکا سره د مستقیمو خبرو چاپېریال مناسب نه‌دی.

مجید تخت روانچي دا خبرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې وکړې چې د امريکا پر بلنه د دوشنبې په ورځ د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه.

تخت روانچي وويل چې ایران به په‌داسې وضعیت کې چې د بندیزونو له تهدید سره مخامخ دی، د مذاکراتو وړانديز ونه‌مني.

دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د اتو سپاه پاسداران انقلاب د قوماندانانو په ګډون پر ایراني چارواکو نوي بنديزونه ولګول.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په همدې حال کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر سفر تللی.

مایک پامپیو د سعودي عربستان له چارواکو سره تر لیدو وروسته د دوشنبې په ورځ په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له شهزاده محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

په متحده عربي اماراتو کې د امريکا سفارت پر ټويټرپاڼه لیکلي چې پامپیو له بن زاید سره په سیمه کې د ایران د تهديدونو پر مخنیوي خبرې وکړې.