سویس کې د ازبکستان د پخواني ولسمشر د لور ۱۳۳ میلیونه ډالره ضبط شوي

د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلناره کریموا

د سويس لوی څارنوال وايي، د ازبکستان د پخواني ولسمشر د لور ګلناره کریموا سره اړوندې ۱۳۳ میلیونه ډالره‌يې نيولې دي.

مېرمن کريموا د اداري فساد په قضیه کې زنداني ده.

د سویس د لوی څارنوال د دفتر په پرونۍ اعلاميه کې راغلي چې د مېرمن کريموا له خپلوانو یوه کس د شرکتونو په نوم بانکي حسابونه پرانیستي وو او په‌دې توګه‌یې ظبط شوې پیسې پټې ساتلې وې.

د سويس د لوی څارنوال دفتر ویلي، دا پیسې به بېرته ازبکستان ته واستوي او د مېرمن کریموا له خپلوانو څخه یاد کس به څلور لکه ډالره جریمه شي.

په همدې حال کې مېرمن کریموا د یکشنبې په ورځ پر خپله انسټاګرام پاڼه له ولسمشر شوکت ميرضیايف څخه د غفوې غوښتنه کړې ده.