ملګرو ملتونه د داعش د پخواني وسله‌والو په اړه څه غوښتنې لري؟

آرشیف/ په عراق کې یو تن داعشي

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو مسؤله وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پخوانیو وسله‌والو د کورنیو په زرګونو غړي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

میچل بچلیت نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرانېستونکې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو کورنیو د ماشومانو حقونه بیا ډېر تر پښو لاندې شوي.

هغې وویل، د دغو بهرنیانو کورنۍ باید په تدریجي ډول بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي که د نړیوالو قوانینو له مخې د ترسره شویو جرمونو په خاطر مجرم نه‌وي پیژندل شوي.

د بچلیت په وینا د داعش له ۵۵ زرو زیات مشکوک وسله‌وال په سوریه او عراق کې نیول شوي دي.

یو زیات شمېر اروپایي هېوادونه لېواله نه‌دي چې دغه افراد بېرته ومني.