نی: روان کال د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو ۹ پېښې ثبت شوي

د خبریالانو د ملاتړ ټولنه یا نی وایي چې د روان کال له پیل راهیسې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ګواښونو نهه پیښې ثبت شوي دي.

یو خبریال وژل شوی، یو ټپي شوی، شپږو ته ګواښونه شوي او پر یوه حمله شوې ده.

نی دغه شمېرې وروسته له هغې ورکوي چې طالبانو په یوه نوې خبرپاڼه کې هغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د دې ډلې په وینا د دوی پر ضد تبلیغات خپروي.

په‌دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، یو شمېر راډیو ګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو ته چې د پیسو په بدل کې د حکومت اعلانونه خپروي، تر یوې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې دغه فعالیتونه بند کړي که‌نه هغه به د دښمن استخباراتي وسیلې وبولي او خبریالان او نور کارکوونکي به یې خوندي نه‌وي.

نی د طالبانو دغه خبرداری غندلی او د افغانستان له حکومته یې غوښتي چې د افغان رسنیو د خوندیتوب لپاره پیاوړي اقدامات وکړي.