د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې

د ابها د هوايي ډګر د موټرو تمځای

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې ده.

دغه ائتلاف چې د دغو ياغيانو په وړاندې جنګېږي، وايي چې په پېښه کې يو کس وژل شوى او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي.

د حوثي ياغيانو يوه وياند پرون ويلي وو چې د دوى وسله والو د سعودي عربستان په جنوب کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.

خو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر جازان هوايي ډګر د حملې خبر نه دى تأييد کړى.

دغه ائتلاف وايي، پر ابها هوايي ډګر چې د يمن سرحد ته نږدې پروت دى، په حمله کې يو تن چې په عربستان کې مېشت د سوريې وګړى و، وژل شوى او ٢١ ملکيان ټپيان شوي دي.

د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې هم د حوثي ياغيانو د هغه ميزائيل په چاودنه کې چې ابها هوايي ډګر يې په نښه کړى و، ٢٦ کسان ټپيان شوي وو.