د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د ۹۰۰ متره مربع په مساحت دوه شنې خونې جوړې او پرانيستل شوې.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد رحمان ارغندیوال ازادي راډيو ته وویل چې له دې شنو خونو هدف په دې ولایت کې د سبزیجاتو ترویج او د باغدرانو اقتصادي پراختیا ده.
ده وویل: د شنو خونو په جوړولو سره موږ کولای شو چې په هر موسم کې تازه سبزیجات ترویج کړو، ځکه له یوې خوا کمو اوبو ته اړتیا لري او له بلې بزګرانو ته لوړ قیمت کوي.
د ښاغلي ارغندیوال په خبره، په دې شنو خونو کې به تر ډېره رومي بانجان او بادرنګ کرل کېږي او ټاکل شوې چې د دې ولایت د یو شمېر بزګرو مېرمنو لپاره په راتلونکو ورځو کې لس نورې شنې خونې هم جوړې شي چې دوی به په کې د ځمکنیو توتانو کښت کوي.