پاکستاني چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شوي دي.
د پولیسو یوه افسر حفیظ الرحمن سعید وویل، پرون یکشنبه یوه لارۍ چې ۲۱ تنه پکې سپاره وو او ګدر غرنۍ سیمې ته په لاره و، له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد.
د چارواکو په وینا، اووه تنه له اوبو ژوندي ژغورل شوي او د مړو شویو د جسدونو د را ایستلو لپاره تر پرون ناوخته کوښښونه روان وو.
په پاکستان کې د لارو د خرابوالي او ټرافیکي قوانینونو ته د ډرېورانو د نه پاملرنې له کبله اکثره وختونه دا ډول مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي.