د کابل امنيتي چارواکي وايي، د افغانستان د سوک وهنې د فدراسيون د سکرټر جنرال د وژنې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
حميد الله حميدي نن د کابل د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دغه پېښه تأييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.
د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلى.