چارواکي: په ارزګان کې د پولیو نوې مثبته پېښه ثبت شوې

ارشیف، په کندهار کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق یو انځور

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، دغه مثبته پېښه د ترینکوټ ښار اړوند په نوجي سیمه کې ثبت شوې ده.

دوي وايي، لامل يې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د پولیو د واکسین مخه نیول دي.

روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله ۳۴ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور