جان بولټن: ایران دې د امريکا احتياط او مصلحت کمزوري نه ګڼي

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار وايي، ايران دې دا تېروتنه نه کوي، چې د امريکا احتياط او مصلحت د امريکا کمزوري وګڼي.

جان بولټن چې نن په بيت المقدس کې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره یې خبرې کولې، وويل چې هېڅ چا په منځني ختيځ کې ايران ته د ښکار کولو جواز نه دى ورکړى.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، وروسته له هغې يې د ايران پر څو ساحو پوځي حملې لغوه کړې چې ورته وويل شول چې ښايي په دغو حملو کې ١٥٠ ايرانيان ووژل شي.

ولسمشر ټرمپ د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې د ويشتلو په بدل کې د دغو حملو امر صادر کړى و، خو وروسته يې بېرته فسخه کړ.

خو د امريکا د ملي امنيت سلاکار ټينګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ يوازې دا مهال د دې حملې ترسره کول درولي دي.

دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي چې په امريکا کې ځينو رسنيو راپور ورکړ چې امريکا تېره پنجشنبه د ايران د پوځ پر کمپيوټري سېستمونو سايبري يا انټرنټي حملې کړې دي.

دا حملې د ايران له خوا د امريکا د يوې اکتشافي بې پېلوټه الوتکې تر ويشتل کېدو وروسته شوې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې دا سايبري حملې د ولسمشر ډونالد ټرمپ په تأييد شوي دي.

د امریکا دفاعي چارواکو د دغو راپورونو له تأییده ډډه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ د جزياتو له ورکولو پرته ويلي چې امريکا به سبا پر ایران تازه بنديزونه ولګوي.