غزني کې د سلطان محمود غزنوي د زیارت په دروازه کې بمي چاودنې شوې

د سلطان محمود غزنوي د زیارت دروازه. عکس حبیب الرحمن تأثیر اخېستی.

د غزني سلطان محمود زیارت مینجور وايي، د دغه زیارت په دروازه کې نن د یکشنبې په سهار دوه چاودنې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې.

د سراج احمد په نوم دغه سپین ږیري منجور ازادي راډیو ته وویل:"سهار شپږ نیمې بجې به وې چې لومړۍ چاودنه وشوه، زیارت ته راغلم، ګورم چې د زیارت دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، وینې توی وې نور خبر نه یم چې څه کیسه ده، خو بیا خلکو ویل چې دوه کسان روغتون ته انتقال شول، نه پوهیږم چې وژل شوي به وي که په ټپیان وي، خو دوه نفره وو."

دولتي چارواکي بیا وايي چې په دغه چاودنو کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي دی.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، زیارت ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، یوازې هغه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې چاودنې یې کولې.

نوري زیاتوي: "سهار وختي دوو کسانو غوښتل چې د سلطان محمود غزني په زیارت کې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو یو ماین چې دباندې یې ځای پر ځای کړی و او غوښتل چې دا بل زیارت ته د دننه انتقال کړي چاودنه یې ورباندې کړې ده چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او بو بل ټپي دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، هغه بل ماین د امنیتي ځواکونو له لوري کشف انتقال او چاودنه ورکړل شوې ده."

تر دې وړاندې د روان کال غوايي میاشتې په ۱۱مه نېټه په غزني کې د مشهور روحاني شخصیت شمس العارفین چې په شمس بابا مشهور دی زیارت هم په بمونو الوزول شوی وو چې تر اوسه پوري یې چا د الوزولو پړه پر غاړه نه‌ده اخېستې خو تر دې وړاندې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د باولحق صاب، د بابا ولي او د غزني مرکز ته څیرمه د سخي صاب زیارتونه هم په بمونو الوزولي وو.