سولې شورا: د بل پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه وښوده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بل پړاو مذاکرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکرو ته زمينه برابره کړي.

دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پرون ويلي چې له طالبانو سره به يې د مذاکرو بل پړاو راتلونکې شنبه وشي.

د سولې عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد نن په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "کومه ناسته چې د طالبانو د تحريک او ډاکټر صاحب خليل‌زاد ترمنځ کېږي، زموږ هيله او توقع دا ده چې دا به وکولاى شي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د تحريک ترمنځ د مستقيمو او رسمي خبرو اترو د لړۍ پيل شي او د دې تر څنګ افغانان دايمي سولې ته ورسېږي."

زلمي خليل‌زاد پرون په ټويټر کې ليکلي چې افغانستان او قطر ته يې سفرونو ته په پام سره ټول اړخونه د سولې په مسئله کې د چټګ پرمختګ غوښتنه لري.

زلمي خليل‌زاد تر اوسه د طالبانو استازو سره شپږ وارې د سولې خبرې کړې دي.

طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته نه دي حاضر شوي.