د ايټوپيا صدراعظم وايي، د ده حکومت له پلازمېنې اديسه بابا دباندې د کودتا يوه هڅه شنډه کړې ده.
ابې احمد پرون ناوخته دولتي ټلوېزيون ته وويل، په پوځ کې دننه يوه پوځي جنرال او نورو په امهارا کې د کوتا هڅه کړې ده.
صدراعظم ابې احمد وويل، په عملياتو کې ځينې کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
په ايټوپيا کې د امريکا سفارت پرون وويل چې په اديسه بابا کې د وسلهوالې جګړې راپورونه وررسېدلي دي.
ايټوپيا په سيمه کې د امريکا متحدو ايالاتونو او نورو هېوادونو کليدي متحده ګڼل کېږي.