رسنۍ: امریکا د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري بریدونه کړي

د امریکا او د ایران ګډ بیرغونه

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتونو د ایران په کمپیوټري سیسټمونو سایبري یا انلاین بریدونه کړي.

واشنګټن پوسټ او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له خولې چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي ویلي، دا بریدونه د جون په شلمه نېټه د ایران له‌خوا د امریکا د یو ډرون له نسکورولو وروسته شوي دي.

دواړو رسنیو د شنبې په ورځ ویلي چې د ایران د پوځ پر کمپیوټري سیسټمونو دا سایبري بریدونه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تأیید کړي وو.

د امریکا د دفاع وزارت د دې راپورونو له تأیید ډډه کړې.

پر ایران د سایبري بریدونو خبر په‌داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نویو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

ټرمب د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، پخوانیو بندیزونو ایران ته دروند زیان اړولی دی، خو نوموړي زیاته کړه، که ایران وغواړي، هوساینې ته رسیدی شي: "که ایران وغواړي، کولی شي چې یو بډای او بسیا هېواد و اوسي. موږ ټول وایو راځئ، ایران بیا باعظمته کړو."

ایران ته ولسمشر ټرمپ د نویو اقتصادي بندیزونو خبرداری په‌داسې حال کې ورکوي چې تردې یوه ورځ مخکې یې پر ایران د برید د امر د بېرته اخېستو اعلان کړی و.

ټرمپ ویلي، په‌دې خاطر چې نه یې غوښتل د جمعې د شپې په برید کې یو نیم سل ایرانیان ووژل شوي د برید امر یې بېرته لغوه کړ.

ایران بیا ګواښ کړی که برید پرې وشي «تاریخي ځواب» به ورکړي.