د شمالي کوریا مشر له ټرمپ څخه یو ډېر ښه لیک تر لاسه کړی

د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یو ډېر ښه لیک تر لاسه کړې.

سره له دې چې د دې لیک د جزئیاتو په اړه د شمالي کوریا په رسنیو کې څه نه‌دي ویل شوي، خو د دې هېواد مرکزي خبري اژانس ویلي، کېم د دې لیک له منځ‌پانګې ډیر خوښ دی.

د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس همدارنګه ویلي، کېم جونګ اون، د ډونالډ ټرمپ د سیاسي قضاوت او زړورتیا ستاینه کړې.

سپينې ماڼۍ تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا او شمالي کوریا مشرانو خپلو کې لومړنۍ لیدنه تېرکال په سنګاپور کې وکړه چې په‌کې له اټمې وسلو د کوریا د ټاپو وزمې پر پاکولو توافق وشو.

خو له کېم جونګ اون سره د ولسمشر ټرمپ دوهمه لیدنه د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه وروسته له هغې ماتې سره مخ شوه چې دواړه مشران خپلو کې هېڅ توافق ته ونه رسېدل.