افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د خواشینۍ په بېلابېلو پیغامونو کې د علامه ډاکټر عنایت الله ابلاغ مړینه یوه ستره علمي ضایعه ګڼلې ده.
د نوموي جنازه نن د کابل په عیدګاه جومات کې وشوه.
علامه ابلاغ چې په کویټ پوهنتون کې د شرعیاتو په څانګه کې استاد و، پخوا د کابل پوهنتون استاد او د ولسي جرګې او د سترې محکمې د عالي شورا غړی تېر شوی دی.
ډاکټر ابلاغ د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه وه، د پنجشنبې په ورځ د ۸۹ کلنۍ په عمر په کویټ کې وفات او جنازه یې نن د یکشنبې په ورځ سهار کابل ته انتقال شوه.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې د ارواښاد مړی به په بګرام کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.