د روسیې ضد زرګونه کسانو د ګُرجستان په پلازمېنه کې مظاهرې وکړې

په تبلیسي کې مظاهرې

د روسیې ضد زرګونه کسانو د ګُرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پرون د شنبې د درېیمې ورځې په مخ مظاهره وکړه.

دوی د ځینو لوړپوړو ګُرجستاني چارواکو استعفا او له وخت مخکې انتخابات غوښتل.

د شنبې ورځې مظاهرې خونړۍ نه وې.

دوه ورځې مخکې کله چې د مظاهرو لومړۍ لړۍ پیل شوه، مظاهره‌چیان له پولیسو سره په نښته شول او د چارواکو په خبره نږدې دوه نیم سوه کسان ټپیان شوي و چې روغتونو ته انتقال شول.

دوی لومړی مظاهرې د دې لپاره پيل کړې وې چې ولې د روسیې د پارلمان مرستیال د ګُرجستان د پارلمان د رئیس په څوکۍ ناست و او خبرې یې کړي.

د دوی د مظاهرو په خاطر د ګُرجستان د پارلمان رئیس اراکیل کوباخیدزي وړمه ورځ جمعه استعفا وکړه.

مظاهره‌چیانو د شنبې په ورځ ویل چې د مظاهرو په لومړۍ ورځ د دوی نیول شوي ملګري خوشې شي او د کورنیو چارو وزیر استعفا وکړي.