چارواکي: په لوګر او فاریاب کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه

چارواکي وايي، په لوګر او فاریاب ولایتونو کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي نن ازادي راډیو وویل، د خوشي په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې اووه طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د احمدزي په وینا، دا نښته تېره شپه وروسته له هغې وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه چې په دې نښته کې درې سیمه ییز پولیس هم ټپیان شوي دي.

بل خوا، په فاریاب کې چارواکي وايي، تېره شپه یې پر دولت اباد ولسوالۍ د طالب وسله والو یوه حمله پر شا تبولې او پنځه تنه وسله وال طالبان یې وژلي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ پر مرکز تهاجمي برید وکړ چې په پایله کې یې د هغوی پنځه تنه ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.

د یورش په وینا، په دې نښته کې ولسي خلکو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دولت اباد د فاریاب یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې طالبان په کې پراخ حضور لري.

تر دې مخکې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د جمعې له ورځې راهېسې یې د فاریاب په غورماچ، خواجه سبز پوش او کوهستان ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د شپاړسو قوماندانانو په ګډون تر ۹۰ زیات وسله وال وژل شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د لوګر د خوشي ولسوالۍ د پېښې په اړه دغلته د اتو افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې، خو نوموړي خپل لوري ته په لوګر او فاریاب کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.