د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس له خپلې دندې استعفا وکړه

د ګرجستان د پارلمان ودانۍ

د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس ايراکلي کوبه خيدزي نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

تېره شپه په تبليسي کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب وشو.

نن په تبليسي کې د کوبه خيدزي استعفا د تبليسي د ښاروال کاخا کالادزي له خوا ولوستل شوه چې په عين حال کې د واکمن ګوند سرمنشي هم دى.

خو په داسې حال کې چې دغه استعفا خبريالانو ته لوستل کېدله، کوبه خيدزي هم په خونه کې حاضر و.

تر دې مخکې د ګرجستان د اپوزيسيون رهبرانو ويلي وو چې نن به بيا د تبليسي لارو کوڅو ته په مظاهره راووځي.

دوى د کوبه خيدزي تر څنګ د کورنيو چارو د وزير د استعفا غوښتنه لري.