د ازبکستان په تاريخ کې د اول وار لپاره يوه ښځه د مشرانو جرګې رئيسه وټاکل شوه.
د مشرانو جرګې غړو نن تنزيلا نوربايووا د دې جرګې د رئيسې په توګه انتخاب کړله.
نوربايووا مخکې تر دې چې پرون د ولسمشر شوکت ميرضياييف له خوا د مشرانو جرګې د رئيسې په توګه ونومول شي، د صدراعظمې مرستياله او د ښځو لپاره د دولتي کمېټې مشره وه.