پوتین ګرجستان ته د روسي وګړو پر لېږد د بندیز امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هوايي چلند شرکتونو ته امر کړی دی چې ګرجستان ته د روسي وګړو لېږدول بند کړي.

پوتین ویلي دي چې دا اقدام د روسیې د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري و.

پوتین په دې فرمان کې چې پرون د کرملین پر ویبپاڼه خپور شو، ویلي چې دا بندیز به د جولای له اتمې وروسته پیل شي او موقتي به وي.

په فرمان کې د الوتنو د ځنډېدو علت نه دی ښودل شوی، خو دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ګرجستان په پلازمېنه کې تاوتریخجنې مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې د ګرجستان د پارلمان په غونډه کې د روسيې د پارلمان د یوه غړي له ګډون وروسته پیل شوې.

د دې مظاهرو په نتیجه کې د پارلمان رئیس ایراکلي کوبا خیدځې پرون له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ګرجستان ولسمشرې سالومې زورابیشویلې چې بیلاروس ته په رسمي سفر تللې وه، پرون په مینسک کې خبریالانو ته وویل چې خپل سفر نیمګړی پرېږدي او هېواد ته ستنېږي.

دې وویل: په ګرجستان کې وضعیت کړکېچن دی، نو ما پرېکړه وکړه چې هلته واوسم، کله چې په هېواد کې څه پېښږې د دولت مشر باید هلته وي، نو باید ولاړه شم او له خپلو خلکو سره واوسم.

د روسیې او ګرجستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له لنډې جګړې وروسته ترینګلې شوې او له هغه راهیسې مسکو د ګرجستان د دوو بېلتونپالو جمهوریتونو ملاتړ پیل کړی دی.