د امریکا کانګرس د روسیې په وړاندې د بندیزونو طرحه وړاندې کړې

د امریکا بیرغ

د امریکا په کانګرس کې د ډموکرات ګوند یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د لاسوهنې له کبله د روسیې پرضد د پراخو بندیزونو د یوې لړۍ طرحه وړاندې کړې چې پر ځینو ډېرو شتمنو وګړو بندیزونه هم پکې شامل دي.

په دې طرحه کې چې پرون وړاندې شوه، د دواړو ګوندونو د پخوانیو وړاندیزونو ځیني برخې را اخیستل شوي او دا ګروپ هیله لري چې د کانګرس دواړه خونې به یې تصویب کړي.

په دې طرحه کې بهر ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد پر پروژو، پر هغو روسي بانکونو چې د ډموکراسۍ د زیانمنولو د هڅو په ترڅ کې د کرملین ملاتړ کوي او د سیاستوالو په ګډون د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر نږدې کسانو د بندیزونو سپارښتنه شوې ده.

دا طرحه په امریکا کې د رأیې ورکوونکو د امنیت او د انلاین سیاسي تبلیغاتو د شفافیت لپاره د تدابیرو غوښتنه هم کوي.