د ايران حکومت وايي، کره شواهد لري چې ښيي د امريکا هغه څارونکې بې پېلوټه الوتکه چې پرون د تهران له خوا ويشتل شوې، د ايران له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې وه.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امريکا رسنيو راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ايران ځوابي پوځي حملې تصويب، خو وروسته بېرته لغوه کړلې.
د امريکا پوځ وايي، بې پېلوته الوتکه يې چې ارزښت يې ١٦٠ ميليونو ډالرو ته رسېږي، په نړيواله هوايي فضا کې پر هرمز تنګي الوتنه کوله چې د ايران له ځمکې څخه هوا ته د ويشتل کېدونکي ميزائيل له خوا نسکوره کړاى شوه.
خو د ايران سپاه پاسداران انقلاب وايي، د امريکا يوه جاسوسي بې پېلوټه الوتکه يې ويشتلې ده چې خپله د تعقيب کېدلو وسيله يې مړه کړې وه او د ايران د جنوبي ولايت هرمزګان پر فضا يې الوتنه کوله.
دغه ځواک وايي، دغه الوتنه د ايران پر سرې کرښې په څرګنده يو تېرى و.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دې بې پېلوټه الوتکې ځينې ټوټې د ايران د قلمرو په اوبو کې تر لاسه شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي، هيله مند يو چې زموږ دښمنان بيا داسې تېروتنې ونه کړي.