د اروپايي ټولنې مشرانو موافقه کړې چې په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په خاطر پر دې هېواد بندیزونه تمدید کړي.
دې مشرانو پرون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپله غونډه کې د شپږو میاشتو لپاره پر روسیې د لګول شویو بندیزونو پر تمدید موافقه وکړه.
په دې بندیزونو کې عمدتاً د روسیې بانکي سېستم په نښه شوی دی.
اروپايي مشرانو همداراز موافقه وکړه چې په کریمیا کې د پانګونو د ممنوعیت لپاره بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړي.
د اروپايي شورا د مشر ډونالد ټوسک ویندوی پریبین امن پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې پر روسیې بندیزونه د مینسک د موافقو د نه عملي کېدو له کبله د رأیو په اکثریت د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید شول.
متحدایالاتو هم په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له کبله پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون پنجشنبه په یوه مستقیمه ټلویزیوني خپرونه کې د امریکا بندیزونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: پر روسیې لګول شوي بندیزونه زما په نظر د امریکا لویه غلطي وه، هیله مند یم چې دا خبره به یو وخت درک او ثابته شي.
اروپايي ټولنې، امریکا او ځینو نورو هېوادونو وروسته له هغه پر روسیې بندیزونه ولګول چې دې هېواد د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې کریمیا د خپل قلمرو یوه برخه کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتونپالو ملاتړ پیل کړ.