د ازبکستان ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر لوی څارنوال اوتابېګ مرادوف له دندې ګوښه کړی دی.

مرادوف په ازبکستان کې مطبوعاتو ته د ازادیو د ورکولو د پالېسۍ په پیلولو مشهور دی.

ولسمشر شوکت میرضیایف نوموړی د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د لوی څارنوال پر دنده ټاکلی و.

د ولسمشر د فرمان له مخې چې پرون خپور شو، د پارلمان د مشرانو جرګې رئیس نعمت الله یولداشیف د مرادوف پرځای ګمارل شوی دی.

په فرمان کې د مرادوف د لېرې کولو علت نه دی بیان شوی.