د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي

د قرغزستان ملي بیرغ

د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت له‌خوا بلجیم ته وړل کېدل.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده.

د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي.

دا په جرمني کې نيول شوي تر ټولو لوی مقدار هیروئين دي چې ارزښت یې ۵۶ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.