ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین خپله ټلوېزیوني خپرونه پیل کړه.

په لومړي پروګرام کې خلکو دې خپرونې ته تر یو نیم میلیون زیاتې پوښتنې ورلېږلې دي.

په‌داسې حال کې چې د روسیې پر حکومت د خلکو باور کم شوی، اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د ولادیمير پوتین د خوښوونکو شمېر ورځ په ورځ کمېږي، پوتین ویلي، په روسیه کې د ژوند، عاید، روغتیايي ستونزو او کثافاتو د مدیریت په اړه پوښتنې ورته ډيرې جالبې وې.

پر ځينو موضوعاتو د پوتین ځوابونه ډېر روښانه نه وو. ده پر روسيه د لویديځ د بندیزونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې هېواد له همدې کبله يې د هېواد له پنځوسو تر پنځه پنځوسو میلیاردو ډالرو مصارف زیات شوي دي.