کرکټ بورډ: هڅه کوو څو د ملي لوبډلو لپاره نوي لوبغاړي وټاکو

د غوراوي کمېټې بهرنی غړی انډي مولز کابل ته رارسېدلی

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي هڅه کوي چې د ملي لوبډلو لپاره نوي او پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غوراوي کمېټې بهرنی غړی انډي مولز کابل ته رارسېدلی او اوس‌مهال د الف او له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلو تمریناني کمپ څارنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي مولز ویلي، په پام کې لري چې له یاد تمریناتي کمپ هغه غوره او تکړه لوبغاړي انتخاب کړي چې په خپلو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وي او له ډېرو وړتیاو برخه‌مند واوسي.

نوموړي دغه‌راز وویل، دغه تمریناتي کمپ به د روانې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه بشپړ شي او له‌منځه به‌یې پیاوړي لوبغاړي په نښه کړي.

د اعلامیې په وینا اوس‌مهال په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د الف، ایمرجنګ او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو تمریناتي کمپونه هم روان دي چې په ترڅ کې به‌یې دغه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې هم وکړي.