هنګري کې یو افغان انساني قاچاق کوونکی په عمري حبس محکوم شو

د هنګري بیرغ

انساني قاچاق کوونکی یو افغان او درې بلغاريايي ملګري يې په هنګري کې په عمري حبس محکوم شول.

پر دوی د ۷۱ پناه غوښتونکو د وژلو تور دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په یوه لارۍ کې د ساه بندېدو له کبله مړه شوي وو او دا لارۍ يې په اتريش کې يوه کلي ته نږدې پرېښې وه.

دا پېښه د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګسټ مياشت کې شوې وه.

د هنګري د استېناف محکمې نن پنجشنبه دا پرېکړه وکړه.

۳۲ کلن سمسور لاهو او د ده درې ملګري په انساني قاچاق او وژنه تورن وپېژندل شول.

لومړی دوی په ۲۵ کلن حبس محکوم شوي وو، خو محکمې شواهد ترلاسه کړل چې ښيي په لارۍ کې د اکسیجن په خاطر د بندو کسانو پر غوښتنه سربېره تورنو کسانو د لارۍ د دروازې له پرانیستلو ډډه کړې وه.

درې بلغاریايي کسان د لاهو مرستيال، لارۍ چلوونکی او موټر چلوونکی پېژندل شوي.

قربانيان افغانان، ایرانيان، عراقیان او سوريان وو.

په دوی کې اته ښځې، څلور کوچنيان او ۵۹ نارینه وو.