امریکا: ایران په نړیوال هوايي حریم کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

ارشیف، د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه

امريکایي چارواکو تأيید کړه چې د ایران له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي په نړيوال هوايي حریم کې یوه بې‌پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.

د رسنیو راپور وايي، دا الوتکه نظامي وه او د هُرمز تنګي په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده.

رسنيو د امريکايي سرچینو چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، له قوله لیکلي چې د امریکايي قواوو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نن پنجشنبه ویشتل شوې.

راپورونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له قوله ویلي و چې د یوې امریکايي بې‌پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا یې کړې وه.

دوی ویلي و چې دا پېښه د ایران په جنوبي ولایت هُرمزګان کې شوې، خو امریکايي سرچينو ويلي چې الوتکه د ویشتل کېدو پر مهال په نړيوال هوايي حریم کې وه.

د دې الوتکې د ویشتل کېدو خبر په‌داسې حال کې دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وضعیت په‌دې وروستیو کې نور هم ترينګلی شوی او په سیمه کې د وسله‌والې جګړې بېره راپورته شوې ده.