د چین بهرنیو چارو وزارت: طالب پلاوی چینايي چارواکو سره غږېدلی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ

د طالبانو پلاوي په چین کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې پر موضوع خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ یوه خبري کنفرانس ته وويل چې په قطر کې د طالبانو استازي عبدالغني برادر او یو شمېر نور همکاران‌يې په‌دې وروستيو کې چين ته تللي.

لوکانګ خبریالانو ته وويل: "دا خبرې د دواړو لورو لپاره مهمې وې او دوی توافق ته ورسېدل چې په تماس کې به اوسي او د افغانستان ستونزې ته به له سیاسي لارې او ترورېزم مسئلې ته به د حل لټولو هڅې کوي."

د چين چارواکو له دوی سره ولیدل او د افغانستان د سولې د پروسې او د ترورېزم پر ضد مسایلو په اړه‌یې خبرې ورسره وکړې.

په‌دې اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی چې د چین له لوري چا له دوی سره خبرې وکړې.

د چين شینجن سیمه له افغانستان سره لنډه پوله لري.

چين د سیمې د سخت دريځو ډلو او په شینجن سيمه کې د دوی په وینا د سخت دريځو ترمنځ له روابطو اندېښنه لري.

چین د پاکستان ملګری هېواد دی او له کابل سره‌يې هم اقتصادي او سیاسي اړيکې زياتې کړې دي او غواړي د دغو ګاونډيو ترمنځ د وضعیت عادي کولو لپاره خپل نفوذ وکاروي.