د کونړ والي: چپه دره او ماڼوګي کې ۳۵ داعشي او ۱۶ طالبان وژل شوي

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال

د کونړ ولایت چارواکي وايي، په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش جګړه‌مارانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ازادي راډیو ته وويل، دا نښتې له یوې اوونۍ راهيسې په چپه دره ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې شوي چې پرون سختې شوي او په نتيجه کې يې ۳۵ داعشي او ۱۶ طالبان ووژل شول.

د کونړ د والي دا ادعاوې تر اوسه په نښتو کې ښکېلو دواړو ډلو نه‌دي تأييد یا رد کړي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو له کبله د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.