پاکستان د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د پېښو څېړلو ته ۱۰۱۶ محکمې جوړوي

پاکستان غواړي د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د قضیو د څېړلو لپاره تر زرو زیاتې محکمې جوړې کړي.

د پاکستان د سترې محکمې رئیس اصف کهوسه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېدونکې وینا کې وویل، په ټول هېواد کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې لپاره ۱۰۱۶ محکمې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ میلادي کال په راپور کې په پاکستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت یادونه شوې او ویلې یې دي، د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې د غیرت په نوم له وژنو، جنسي تېریو، د تېزابو له حملو، اجباري ودونو او په کم عمر کې د ودولو په څېر، ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر میلادي کال‌یې په‌دې هېواد کې د ښځو سره یوازې د جنسي زور زیاتي ۸۴۵ پېښې ثبت کړې دي.