سپاه پاسداران: د امریکا بې‌پېلوټه الوتکه مو هُرموزګان کې نسکوره کړه

ارشیف، د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، د امریکا یوه بې‌پیلوټه جاسوسي الوتکه‌یې په جنوبي ولایت هُرموزګان کې نسکوره کړې ده، خو پنټاګون رد کړې چې سیمه کې دې د دوی کومه الوتکه موجود وه.

د ایران «سپاه» خبري وېب‌پاڼې چې له سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره تړلې ده نن پنجشنبې ویلي: "دا الوتکه چې کله د ایران فضايي حریم ته ننوته د کوه مبارک سیمه کې وویشتل شوه او نسکوره شوه."

کوه مبارک د تهران په جنوب ختیځ کې ۱۲۰۰ کېلو متره لیرې د هُرموز تنګي ته نږدې پروت دی.

د ایران دولت خبري اژانس ایرنا، نسکوره شوې بې‌پیلوټه الوتکه ګلوبل هاوک «RQ-4» بللې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بېل اوربن، اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د ایران په فضا کې د دوی کومه الوتکه نه‌وه موجوده.

دا راپورونه په‌داسې حال کې خپرېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستیو کې اړیکې ترینګلې دي او په سیمه کې یې د دواړو لورو ترمنځ د یو وسله‌وال کړکېچ اندېښنې زیاتې کړي.