امریکا په فجیره بندر کې یو سمندري ماین نندارې ته کېښود

د مقناطیس ټوټې د متحد عربي اماراتو په فجیره بندر کې نندارې ته کېښودل شوې

د امریکا د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو پرون د چهارشنبې په ورځ یو سمندري ماین او د مقناطیس ټوټې د متحده عربي اماراتو په فجیره بندر کې نندارې ته کېښودې.

د امریکا سمندري ځواکونه وایي چې دا ټوتې امریکایانو د تېلو له هغو بېړیو ترلاسه کړي دي چې تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې پر هغوی برید وشو.

روېټرز اژانس د یوه امریکایي پوځي په وینا څرګندوي چې د دې ماین پېژندل اسانه دي او د هغو ماینونو په څېر دی چې د ایران په پوځي رسم ګذشت کې ښکاره نندارې ته وړاندې کېږي.

متحده عربي اماراتو هم تهران تورن کړی چې دا بریدونه‌یې کړي دي، خو تهران دا خبره رد کړې ده چې په سیمه کې یې د تېلو پر بېړیو او نفتي تأسیساتو حملې کړې دي.