بې‌پولې خبریالانو د «م. م» له‌خوا د خاشقجي د دوسیې د څېړنې ستاینه وکړه

د سعودي خبریال جمال خاشقجي

بې‌پولې خبریالانو د ملګرو ملتونو له لوري د سعودي خبریال جمال خاشقجي د مرګ د دوسیې د څېړنې ستاینه وکړه.

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې ګڼ شواهد یې موندلي چې د خاشقجي په مرګ کې ښایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان لاس ولري.

د بې‌پولې خبریالانو د ساتنې د کمېټې مشرې کورتني رادیچ پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې اسوشیټېډ پرس اژانس ته وویل: "زه نه‌پوهېږم چې په‌دې کې دې ډېر څه نوي وي، خو دا پر دې حقیقت تأکید کوي چې سعودي عربستان په لویه کچه د جمال خاشقجي د قتل مسؤل دی او هغه کسان چې مسؤله دي له هغوی سره باید حساب وشي او دواړه متحد ایالاتونه او ملګري ملتونه دې ته اړتیا لري چې څه پېښ شوي دي، په لوړه کچه د هغه جنایي تحقیقات ترسره کړي."

ملګرو ملتونو د خاشقجي په اړه خپل شپږ میاشتنی تحقیقاتي راپور د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

خاشقجي د اکټوبر په دوهمه د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت او تری تم شو، وروسته‌یې د مرګ راپورونه خپاره شول.