ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د «سام» غونډه په ترکیه کې جوړه شي.
له «سام» څخه مطلب هغه هېوادونه او سازمانونه دي چې له افغانستان سره مرستې کوي.
په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارتغرل پرون وویل چې دا غونډه به د سې شنبې په ورځ په انقره کې وشي.
تمه ده چې پهدې غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وشي.
د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر وایي چې د «سام» په غونډه کې به د سیمهییزې همکارۍ ترڅنګ د داسې سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو پر لارو چارو بحث وشي چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.