د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، لاهم میلیونونه افغانان پاکستان او ایران کې دي

افغان کډوال

نن د جون ۲۰مه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې شااوخوا درې لکه افغانان له بهره خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو لا هم په میلیونونو افغانان په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل: "په ایران کې نهه لکه او ۵۰ زره کارت لري، څلور نیم لکه پاسپورټ لري او شااوخوا اته لکه هم اسناد نه‌لري. په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه کارت لري او نږدې اته لکه نور هم راجستر شوي دي."

ښاغلي بلخي زیاته کړه چې په پاکستان کې څلور لکه نورو افغانانو مؤقتي اسناد ترلاسه کړې دي او ګڼ نور لا په‌دې هېواد کې بې‌اسناده ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال له سوریې وروسته تر بل هر هېواد ډېر افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې پروسږکال د جګړو او وچکالۍ له امله په سلګونه زره کسان د هېواد دننه د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شول.