لویه څارنوالي: د المپيک د کمېټې پر رئیس لګول شوي تورونه څېړل کېږي

د لویې څارنوالۍ نښان

وروسته له هغې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې پر رئیس حفيظ‌الله ولي رحيمي له دندې د ناوړې ګټې اخیستنې تورونه پورې شول، لویه څارنوالي وايي چې دده دوسیه به جدی وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه د بدنې روزنې ریاست ته یو لیک هم استولی چې پکې له حفيظ ‌الله ولي رحيمي رسماً غوښتل شوي چې لویې څارنوالۍ ته ورشي او په دې اړه ځواب ورکړي.

خو ښاغلی رحیمي دامهال د کرکټ د نړېوالو سیالیو په ترکیب کې لندن ته تللی.

لویې څارنوالۍ د المپیک د ملي کمېټې رئیس حفيظ‌ الله ولي رحيمي وروسته له هغه وغوښت چې د دې کمېټې پخوانی مالي او ادارې رئیس شکایت وکړ چې د ښاغلي رحیمي له لوري له دندې لېرې شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په تړاو د المپیک له ملي کمېټې ادارې سره خبرې وکړو، خو دغې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر نور افغان چارواکي هم د اختلاس، بډو او له دندو د ناوړې ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي، خو تراوسه یې قضیې په خپل ځای پاتې دي.